دستراتیژیک تړون په باب د ايران او پاكستان اندېښنې بې ځايه دي
سلام خان سلام خان

له امريكا سره د اوږدې مودې د ستراتيژيكو همكاريو د تړون د لاسليك كولو په هكله تردې دمه د دواړو هېوادونو(افغانستان او امریکا) د پلاوو ترمنځ دوه ځلي په كابل او په وروستى ځل شاوخوا درې ورځې وړاندې په واشنګټن كې خبرې اترې پاې ته ورسېدې ، دافغانستان دملی امنیت درئیس ډاکتر سپنتا دځرګندونو پراساس چی وایی  په نظر کی ده چی ډیر ژر د کابل او واشنګتن تر منځ یوه موافقه لاسلیک شي چې د دواړو هیواونو د راتلونکو همکاریو څرنګوالی بیانوي.په هغو کې د تروریزم ضد ماموریت په مقصد د افغانستان له خاوری څخه استفاده هم شامله ده ،او په عین وخت کې به متحده ایالات مکلف کړي چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پروسې څخه د ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي ،له دې مخکې داسې رپوټ ورکړل شوی ؤ چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات به په خپلو منځو کې یو ستراژیکی تړون وتړي چې د هغه پر اساس متحده ایالات په افغانستان کی وروسته له 2014 کال څخه کله چې خپل جنګي سرتیري وباسي پوځي حضور ته دوام ورکړي خو د داسې یو ستراتیژیکي تړون د څرنګوالې په هکله د دوړاو هیوادونو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وو،داکترسپنتا په خپل دې سفر کې د هیلرې کلنتن، لیون پنیتا، مایک مولن او نورو امریکایې چارواکو سره  دنوموړی تړون په هکله پراخی خبری کړيدې. هغه د خپل د سفر په پای کې ویلی دی چې له «دغه سفر څخه ډیر راضي دی ،سپنا دا هم وویل چې هدف دا دی  ترڅو د دسمپر په میاشت کې د افغانستان د یو نړیوال کنفرانس څخه مخکې یو موافقه  چمتو کړای شې، خو دا چې دا موافقه به څه وخت لاس لیک شي  نه د افغان او نه هم د امریکایی چارواکو له خوا کومه یادونه شوي

ویل شوي دي چې افغانستان به له متحده ایالاتو سره دا ډول یو موافقه د خپل هیواد پارلمان او یا هم عننعنوي لویې جرګي ته د تایید لپاره وړاندې کړي ،دا په داسې حال کې ده چې امریکایې چارواکو ویلې چې له افغانستان سره دغه ډول یو موافقه به ګانګرس ته د رایې د تر لاسه کولو لپاره وا نه استوی ځکه چې د امریکایې چارواکو په حواله دا یو تړون نه دی چې د سنا د موافقی غوښتنه وکړي ،د متحده ایالاتو لپاره د دی موافقی هدف دا دی چې افغانستان ته ډاډ ورکړي چې امریکا به د 2014 کال څخه وروسته هم دې هیواد ته شا وا نه اړوي او په دغه هیواد کې به د القاعدې او نورو تروریستي شبکو د غړو د له منځه وړلو لپاره خپل کار ته ادامه ورکړي

دغه موافقه تر اوسه پوری د مسودې په پړاو کې ده خو که چیرې د داوړو اړخونو له خوا لاس لیک شې متحده ایالاتو ته به اجازه ورکړي چې وروسته له 2014 کال څخه هم د القاعدی او نورو تروریستی شبکو د تعقیب لپاره د افغانستان له خاورې استفاده وکړي ،امریکایې چارواکي ټینګار کوي چې په راتلونکې کې به د متحده ایالاتو هر ډول پوځي حضور یواځې د افغانستان د غوښتنی پر اساس وی.  د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات د واشنګتن د وروستیو خبرو اترو په اړه ویلي چې متحده ایالات د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري. هغه وزارت یادونه وکړه چی  متحده ایالات پلان  نه لري چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري او یا «داسی یو پوځي حضور ولري چې هغه د افغانستان د ګاونډیانو لپاره ګواښ وګنل شي

له امریکا سره په څلورو مسلو موافقه وشوه، خو د شپې لخوا د خپلسرو عملياتو د ترسره كولو او زندانونو د سپارلو په اړه  لاهم اختلافات شته

د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاكار ډاكټررنګين دادفرسپنتا، چې د مشرانو جرګې د سې شنبې په استجوابيه غونډه كې يې خبرې كولې وويل، چې څور ورځې وړاندې له ا مريكا سره د اوږدې مودې په هدف د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په اړه دريمه دوره خبرې پاى ته ورسېدې ،سپنتا زياته كړه، چې په دې خبرو اترو كې افغان پلاوي له امريكايي پلاوي سره پر څلورو مهمو موضوعګانو موافقه وكړه، او كه لاسليك شي ،نو د افغانستان د راتلونكې په ګټه ده ،د ده په وینا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزل او سمبالول، ښه دولتداري رامنځته او پیاوړي کول، افغانستان  دیو خپواک هیواد په توګه له ټولو قدرتونو څخه جلا ساتل او تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې له افغان دولت سره هر اړخیزې سیاسی، اقتصادي، ټولنیزې مرستې کول دي .

د ملي امنيت سلاكار همداراز وويل، كه ياد تړون له امريكا سره لاسليك شي او هغوى نظامي حضور ولري،  نو د ضرورت په وخت كې له افغانستان څخه  به هر راز دفاع او ساتنه كوي، خو ده د تل په څير په افغانستان كې د امريكا  د اوږدې مودې د حضور په اړه  د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران او پاكستان اندېښنې بې ځايه وبللې ،د ده په خبره، كه ګاونډي هېوادونه اندېښنې لري، نو ولې له لسيزو كلونو راهيسې په افغانستان كې ناامنيو ته لمن وهي، ترهګريز روزي او ځانمرګي بريدګر رالېږي، خو بيا هم افغان دولت له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيكو غوښتونكى دى، خو د دې تړون د ویټو په هکله به هیڅ یو ګاونډي یا کوم بل هیواد ته اجازه ورنکړي ، خوسپنتا د تیری جمعې په ورځ له امریکايي چارواکو سره د خبرو په پای کې دا هم ویلی ول چی افغانستان به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د ګاونډیانو یا درېم هیواد پرضد کار واخیستل شي ،ده بله لوری د امریکا یوه پوځي چارواکي ویلی دي چی لوی اختلاف په دې کې دی چې د دواړو خواوو ترمنځ معامله تړون وي او که د یوه سند لاسلیکول ،دغه امریکایی پوځی ویلی دې چی، امریکا اصرار کوي چې له افغانستان سره د همکاریو یو سند لاسلیک کړي چې لازم الاجرا نه وي خو افغانستان د تړون غوښتونکی دی چې اجرايي ضمانت لري ،اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه امریکايي پوځي چارواکي له قوله وايي چې ښايي دواړه خواوې د تړون پرځای پر داسي اعلامیې موافقه وکړي چې د امریکا او افغانستان ولسمشران بارک اوباما او حامد کرزی یې لاسلیک کړي ،دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو په اړه وویل:افغانستان د دې غوښتونکی هم دی چې امریکا افغانستان ته د پوځي او پرمختیايي چارو لپاره د مرستو د ورکولو تضمین ورکړي، خو امریکایانو ورته ویلي چې دا د دوی لپاره په اوس وخت کې چې په خپله د بودجې له سختو ستونزو سره مخامخ دي، ګرانه ده چې اندازه یې وټاکی ده دا هم وویل چې د توقیف ځایونو او د شپې په مخه د چاپو پرسر اختلاف احتمالاً حل شوی دی ،همداراز افغان چارواكو بيا ويلي، چې د بن د دوهم كنفرانس له جوړېدو مخكې به دغه تړون د امريكا او افغانستان ترمنځ لاسليك او د ملي شورا له تصويب او تائيد او د جمهور رئيس له توشيح وروسته به امريكا وكولى شي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته تر ۲۰۲۴ كال پورې په يو شمېر لويو او وړو ولايتونو كې نظامي اډې ولري .پای


September 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی